Close Menu
    What's Hot

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026
    Facebook X (Twitter) Instagram
    تازه ترین خبرونه
    • مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ
    • په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي
    • روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل
    • د افریقا د روغتیا پاملرنې مدافعین د خطر پر بنسټ د سینې سرطان د سکرینینګ ستراتیژیو ته وده ورکوي
    • شیخ خالد په اتن کې د یونان رسمي سفر پیل کړ
    • د سویلي کوریا د سیمیکمډکټر سکتور د اکتوبر په لومړیو کې د صادراتو وده کې د 222.5٪ زیاتوالي سره مخکښ دی
    • ترکیه غواړي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ګرځندوی عاید ۷۰ ملیارد ډالرو ته ورسیږي
    • د JAXA MMX ماموریت د مریخ سپوږمۍ فوبوس ته روان شو
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ
    Pukkhto NewsPukkhto News
    شنبه, اکتوبر 24
    • روغتیا
    • تفریح
    • سوداګرۍ
    • اتوماتیک
    • سپورت
    • لوکس
    • خبرونه
    • د ژوند طرز
    • ټیکنالوژي
    • سفر
    Pukkhto NewsPukkhto News
    کور » په چونګ کېنګ کې د مهارتونو د سیالۍ غوړېدا

    په چونګ کېنګ کې د مهارتونو د سیالۍ غوړېدا

    جون 26, 2024 PR Newswire

    بيجېنګ، جون 26، 2024 / PRNewswire/ — له چاینا ډېلي څخه ترلاسه شوی راپور:

    The second Belt and Road International Skills Competition holds its opening ceremony on Monday evening.

    د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ګډونوالو د یوه کمربند او يوې لارې د مهارتونو په دوهمه نړيواله سيالۍ کې چې له دوشنبې څخه تر چهارشنبه پورې د چين په جنوب لويديځ په چونګ کېنګ کې تر سره شوه، خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل.

    18 ګټګورۍ سیالۍ شتون لري چې د دې سیالیو 11 مورده د WorldSkills برخه هم دي، چې د مسلکي زده کړو او مهارتونو د لوړې کچې پېښه ګڼل کېږي. په دغه کټګوریو کې ډیجيټلي رغونه، برېښنايي تجهیزات، د معلوماتو د شبکې غځونه او د وېښتانو اصلاح او سینګار شاملېږي.

    په پاتې اوو کټګوریو کې د موټرو تکنالوژي (نوې انرژي)، د رېلګاډو د سېګنال د کنټرول تکنالوژي، د بې پیلوټه الوتونکو نقلیه وسایطو (UAV)  ترمیم، د صنعتي روباټونو د سیستم عملیات، د شیانو د انټرنېټ (IoT) نصب او کړاو له منځنه وړنه، د کافي جوړول او انټرنېټي بازاموندنه شاملېږي.

    دغې سیالۍ د نړۍ په کچه د هیوادونو او سیمو پراخه پاملرنه او فعاله برخه اخیستې جلب کړې ده. د لومړۍ غونډې په پرتله چې په 2019 کې په چونګ کېنګ کې ترسره شوه، دغه سیالي د پراخه ځانګړتیاوو، لوړې کچې، پراخ نفوذ او بډايه فعالیتونو لرونکې ده.

    د شمېرو له مخې، په دغه سیالۍ کې له 61 هیوادونو او سیمو څخه د 190 سیالانو، 183 قاضیانو، او 30 ژباړونکو په ګډون 590 ماهرو کسانو برخه اخیستې وه او له یادې پېښې څخه یې زده کړه ترلاسه کړه. دغې سیالۍ ته ذیدخلو هېوادونو د وزيرانو په کچه چارواکي او تخنيکي څارونکي ولېږل چې له سيالۍ څخه لیدنه او زده کړه وکړي.

    د الکترونيکي وسایلو د نصب او د موټرو په تکنالوژۍ (نوې انرژي) کې ټول ګډونوال نارینه وو، په داسې حال کې د سینګار او ښکلا د درملنې د مهارتونو ټولې ګډونوالې ښځې وې، چې د ښځو د ګډون کچه د وېښتو د اصلاح او سینګار په برخه کې له دوه پر درې برخو لوړه وه.

    د عمر له اړخه، د سیالۍ کوونکو اوسط عمر 22 و چې له 30 کلونو څخه کم عمره برخه اخیستونکو د مجموعي ګډونوالو 95 سلنه جوړوله، او له 20 کلونو څخه کم عمره ګډونوالو له 40 سلنې څخه زیات وو. ترټولو ځوان ګډون کوونکی 15 کلن دی چې د صنعتي روباټ د سیسټم په عملیاتي برخه کې یې ګډون کړی و.

    د پرانېستې غونډه د دوشنبه ورځې ماښام ترسره شوه، چې ورپسې په سه شنبه او چهار شنبه سیالۍ ترسره شوې، او د اختتامیې غونډه به د چهارشنبه په ورځ ترسره شي چې ګډونکو ته به ډالۍ هم ورکړل شي.

    د سیالۍ له 18 رسمي کټګوریو سربېره به د بحث، ښاري سفرونو، د ګډون کوونکو ټیمونو لپاره د لیدنو او تبادلو او نندارتونونو په څېر فعالیتونه هم شتون ولري ترڅو ګدې همکارۍ، د هوکړه لیکونو لاسلیکول، او د اړونده پایلو سوداګریز کول پراختیا ومومي، او هڅه وشي چې دغه سیالي له ځانګړتیاوو، تجربو او تعاملاتو سره د مهارتونو د موضوع “کارنیوال” وګرځي.

    تصویر – https://mma.prnewswire.com/media/2447300/The_second_Belt_and_Road_International_Skills_Competition_holds_its_opening_ceremony_on_Monday_eveni.jpg

    اړیکه: چوان ما، machuan@chinadaily.com.cn

    مربوطه لیکنې

    په 140م کانټون نندارتون کې Segway Powersports شرکت په خامو لارو کې د فعالیت وړتیاوې او هوښیاره ټکنالوژي وړاندې کوي

    د چین (ګوانګژو) نړیوال د ودانۍ د ښکلا او سینګار نندارتون د ۲۰۲۷ کال لپاره د پراخو نړیوالو اړیکو سره مخ ته ګوري

    TGI Fridays™ د پاکستان د ودې د چټکتیا لپاره د پراختیا تړون لاسلیک کړ

    Jiahui Health د WTO عامه فورم 2026 کې په نړیوال طبي ګرځندوی کې د چین مخ پر ودې رول په ګوته کوي

    د Momentus Technologies شرکت MomentusMAX په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو پلټفورم وړاندې کړ چې د ځایونو لپاره جوړ شوی او په عمومي ډول یې دMAX for Sales کارول د لاسرسي وړ ګرځولي دي

    SUNMI د بیلټ اېنډ روډ په سرمشریزه کې له یوریشیا سره خپله همکاري لا پیاوړې کوي

    تازه ترین خبرونه

    مودي او ټوسک د دفاعي او ترهګرۍ ضد خبرو اترو پیل وکړ

    اکتوبر 24, 2026

    په تبت کې زلزلې ۱۶ کسان وژلي او ۳۳۹ کورونه یې ویجاړ کړي دي

    اکتوبر 23, 2026

    روسیه او عمان د کلیدي سکتور ودې کې د ۱.۵ ملیارد ډالرو ریکارډ سوداګریز حجم ته ورسیدل

    اکتوبر 23, 2026

    د افریقا د روغتیا پاملرنې مدافعین د خطر پر بنسټ د سینې سرطان د سکرینینګ ستراتیژیو ته وده ورکوي

    اکتوبر 22, 2026

    شیخ خالد په اتن کې د یونان رسمي سفر پیل کړ

    اکتوبر 22, 2026

    د سویلي کوریا د سیمیکمډکټر سکتور د اکتوبر په لومړیو کې د صادراتو وده کې د 222.5٪ زیاتوالي سره مخکښ دی

    اکتوبر 22, 2026

    ترکیه غواړي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې د ګرځندوی عاید ۷۰ ملیارد ډالرو ته ورسیږي

    اکتوبر 21, 2026
    © 2023 Pukkhto News | ټول حقونه خوندي دي
    • کور
    • موږ سره اړیکه ونیسئ

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.